رغول شوې ستراتیژي او سپين سترګی پنجاب
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

ژمنې سره سم د امریکي ولسمشر اوباما افغانستان لپاره د امریکې بیا رغېدلې ستراتیژي اعلان کړه . دې ستراتیژۍ باندې د افغانانو او بهرنیانو خبرې او تبصرې روانې دي . هر هېواد د خپلو ځانګړوګټو او هر شناند د خپل لیدلوري څخه دا ستراتیژي څېړي او ارزوي . البته ستراتيژي یوازې د لارو ، ګودرونو او وسیلو د ښودلو او په ګوته کولو یا د ننګونو اوستونځو ساده بیان نه دي بلکې د ننګونو او ستونځو د حل لپاره د لازمو تدبیرونو او اقداماتو ټولګه هم ده . که وړ او پرځای اقدامات ونشي یوازې د ستونځو بیان ګټه نلري .  

په دې ستراتیژي کې ویل کیږي « د افغانستان جګړه لا هم یوه غوټه ده ، خو امریکا اوس هغه مسیر ته برابره شوې چې خپلې موخې ته ورسیږي . امریکا اوس د القاعدې چې پر هغه هېواد يي حمله کړې وه ، د ګډوډولو لپاره د پاموړ پرمختګ کړی . په جګړه کې پرمختګ شوی او د طالبانو او القاعده ځواک په کمېدو دی . »

په بیا کتنه کې ویل شوي چې د افغانستان په ډېرو برخو کې د طالبانود پرمختګ مخه نیول شوې او په ځینو سیمو کې طالبانو شاتګ کړی .خو په عین حال کې ویل شوي چې له طالبانو تصفیه شوي سیمې لا هم خطر سره مخ دي یانې که ساتنې ته یې پام ونشي او سمه دولتي اداره پکې رامنځته نشي ممکن بیا د دولت د مخالفانو لاسته ولوېږي .

د پنجاب په اړه اوباما خپلو څرګندونو کې ویلي : « پاکستان دې خپله خاوره کې د ترهګرو د خوندي ځالو او پناهځایونو د ویجاړۍ لپاره د هغوی پرضد جګړه تېزه کړي . ده وویل چې د پاکستان له لوري شوی پرمختګ په کافي اندازه چټک نه دی . نوموړي په عین حال کې د قبایلي سیمو په شمول د پاکستان په خاوره کې د سخت دریځو په وړاندې د پاکستان د هلوځلو هرکلی وکړ او ویې ویل : دا پرمختګونه پوره چټک نه وو، نو موږ پر پاکستاني مشرانو فشار راوړو چې خپله خاوره کې د ترهګرو پناهځایونه له منځه یوسي »

ده همداراز وویل:«موږ ته پکار ده چې د تروریزم ریښو ته توجه وکړو، چې په اکثرو موار دو کې په افغانستان کې نشته.»

 د امریکا پر ستراتیژۍ د دغه هیواد د متحدانو غبرګونونه هم د پاموړ دي . د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وویل : « زموږ ستراتیژي مناسبه ده او موږ د هغې د اجرا لپاره ضروري منابع لرو.اوس موږ باید ترلاسه کړي بریاوې ټینګې وساتو او دا یقیني کړو چې هغه بېرته له لاسه ورنه کړو. دا یو ستونزمن کار دی ، خو زموږ اراده کلکه ده.»

راسموسن همداراز وویل:«موږ په تدریجي ډول داسي شرایط برابروو چې افغان ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري د خپل ټول هیواد د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخلي او نړیوال ځواکونه یوازې ملاتړ کوونکی رول ولري.»

د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامرون بیا خپل غبرګون کې ویلي :« د ولسمشراوباما په شان ، موږ هم ۲۰۱۱ کال ته د داسي کال په سترګه ګورو چې باید داسي پرمختګ پکې وکړو چې بېرته له لاسه و نه وځي او تلپاتې وي.»

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د څانګې مشر سناتور جان کیري خپله څرګندونه کې کاږي « موږ ته پکار ده چې په افغانستان او پاکستان کې خپلو پرمختګونو ته په رڼو سترګو وګورو او ریالستیک واوسو. زموږ ستراتیژي او منابع باید زموږ له هدفونو او اصلي ماموریت سره ، سر وخوري چې په ټوله مانا د یوه بشپړدولت رامنځته کول نه دي بلکې هدف یې دا دی چې القاعده ماته شي او د امریکا پر متحدو ایالتونو بیا حمله ونه کړای شي.»

په پاکستان کې د امریکا سفیر کامرون مانتر وايي د وزیرستان د عملیاتو واک د پاکستان د پوځ په لاس کې دی .

همدارنګه د امریکا لوی درستیز اډمیرل مایک مولن، یوه ورځ وروسته له دې چې ولسمشربارک اوباما د افغانستان د جګړې بیا کتل شوې بڼه خپره کړي ، کابل کې خبریالانو ته وویل «زه فکر کوم دا ډېره ممکنه ده چې د پاکستان پوځ به هدف لاس ته راوړي.» همدارنګه نوموړی خپلو خبرو کې زیاتوي چې د ترهګرو اډې او پټنځایونه په پاکستان کې دي .

 

په کابل کې د امریکا سفیر ایکن بیري هم چې له لوی درستیز مولن سره  يي په خبري غونډه کې څرګندونې کولې، وویل:« پاکستان کې د طالبانو د پناهځایونو موجودیت دلته په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو چاره سختوي.»

 

بلخوا د افغانستان دولت په رسمي توګه په دغه رغول شوې ستراتیژۍ باندې د پاموړ څرګندونه نه دی کړی او طالبانو ویلي چې « د افغانستان لپاره د اوباما اعلان شوې ستراتیژي نه یواځي دا چې په پوځي ډګرکې  ناکامه وه بلکې  په ملکي او اداري برخو کې یې هم هیڅ  لاسته راوړنه نه درلوده  او

 

دغې ستراتیژۍ له اعلانه را په دې خوا ترنن پوري افغانستان  کې د امریکایانو ټول پروګرامونه له شکست اوفضیحت سره مخ دي .»

د افغانستان او پنجاب لپاره د امریکا په رغول شوي ستراتیژۍ کې د افغانانو او افغان دولت دا یوه خبره چې د ترهګرو روزنغالي او اډې د پاکستان په خاوره کې دننه شتون لري او باید هلته په نښه شي د پخوا په نسبت روښانه بیان شوی . نورو ستونځو او ننګونو ته هم اشاره شوې چې د پخوا برعکس دا ځل  په څرګنده په ګوته شوي او خپل ځای کې د پاموړ دي . خو د ستونځو او ننګونو تش  بیان او تفسیر په درد نه خوري تر څو چې د هغو د حل لپاره ټاکلي او غوڅ اقدامونه ترسره  نشي .

د امریکا د دفاع وزارت یا پینتاګون له شمېرنو سره سم سږ کال په افغانستان کې اتلس زره وسله والې حملې شوي، حال دا چې تېر کال ټولتال لس زره شپږ سوه وسله وال بریدونه شوي وو.

د پینتاګون له مالوماتو سره سم په دغو بریدونو کې له اتومات وسلو، راکټونو او لاسي بمونو کار اخیستل شوی دی.

دا حملې په داسي حال کې شوي چې امریکا د افغانستان د جګړې د انډول د بدلولو لپاره په دې کال کې دېرش زره نور عسکر افغانستان ته راولېږل خو عملاً د دوی احصاییه ښيي چې د حالاتو په بدلولو کې بریالي شوي نه دي.

سږکال په تېرو نهو کلونو کې د نړیوالو ځواکونو لپاره افغانستان تر ټولو خونړی وو. په همدې کال کې طالبانو د اوو سوو تنو په شاوخوا کې د ناټو سرتیري او افسران چې لږترلږه ۴۸۰ تنه يي امریکایان دي وژلي دي .

بلخوا لوېدیځ کارپوهان وايي چې د ستراتیژۍ په بیا کتنه کې ډېر پام وروستیو دوو میاشتو ته شوی چې امریکايي ځواکونو له افغان او خپلو نورو متحدو ځواکونو سره په هلمند او په تېره بیا کندهار کې ډېرې سیمې له طالبانو تصفیه کړې.د ستراتیژۍ پر بیا کتنه هم په همدې دوو میاشتو کې غور شوی . له طالبانو پاکې شوي سیمې د طالبانو د بیا راتګ له خطر سره مخ دي او په دې سیمو کې افغان دولتي واک نه دی رامنځته شوی .

یا د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې، چې د پاکستاني طالبانو مرکز وو، عملیات کړي خو په شمالي وزیرستان کې چې د افغان طالبانو مرکز دی، عملیات نه کوي .

 

همدارنګه پنجاب به وغواړي په نا مستقیمه توګه او یا د طالبانو په ژبه نوموړی ستراتیژي چې د تېر په خلاف دا ځل پکې په پاکستان کې د ترهګرو اډو شتون او په دې اړه د پاکستان سستو او نازړه اقداماتو ته اشاره شوې ، بابېزه وځلوي خو که ریښتیا هم د یوشمېر افغان سیاستوالو ، شناندو او یو شمېر مرستاندویه ټولنو په اند پاکستان کې د ترهګرو اډو ، افغانستان کې د اداري فساد او د افغان کمزورې ادارې ته وړ پاملرنه ونشي ، د ستراتیژۍ مثبت اړخونه به هم تر اغیز لاندې راشي او حالات به د ښه کېدو پرځای د بل لوی ناورین په لور پرمختیا وکړي .

تېره پنجشنبه د « چتم هوس » څيړنیزې ټولنې په لندن کې وویل : افغانستان کې د بې عدالتۍ شتون دې هېواد کې د اوسني تاوتریخوالي لامل شوې او یو لوی « ستراتیژیک » خطر يي رامنځته کړی . ددوی د رپوټ له مخې افغان دولت او نړیواله ټولنه ددې بې عدالتۍ لامل ده . دا ټولنه خپل رپوټ کې یو شمېر لاسوندونه وړاندې کوي چې هغوی کې څرګندیږي څنګه یو شمېر زورواکان په بې انصافۍ سره د نورو ځمکې نیسي ، خپل قبایلې او ګوندې رقیبان څنګ ته کوي او بندیانوي يي او افغانان اړباسي چې الې ګولې ته مخه وکړي .

اوس ددې وخت رسیدلای چې د افغانستان بحران د سیمه یځ لامل یانې په پاکستان کې د ترهګري اډو ړنګېدو او د پنجاب د سپين سترګۍ په وړاندې غوڅ اقدامات وشي . د بحران په کور دننه لامل اداري فساد ورک او روغه اداره په کار ولویږي . جنګي مجرمین او د انساني حقوقو غاصبان د قانون منګلو ته وسپارل شي .

اخځونه :

ــ بېلا بېلې بریښپاڼې

د ۲۰۱۰ کال د ديسمبر ۱۹ مه

 

 


December 19th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات